دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 111576
په پکتیا ولایت کې د حقاني ډلي د وسلو او مهماتو د یو پټنځای کشفیدل
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالی له اړوندو سیمو څخه د حقاني ترهګری ډلي د وسلو او مهماتو یو پټنځای کشف او د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې له یاد پټنځای څخه: یو میل کلاشینکوف له ۱۵ عددو شاژورونو سره یې.
یو میل آر پی جی راکټ له ۱۷ فیرو مرمیو سره یې. ۲ میله ټی ټی تفنګچې. ۴ میله کره بین توپک. یو میل ۱۱ ډزی توپک. ۱۳ عدده لاسي بمونه. ۱۴ فیره د بم افګن مرمي. ۱۱ جوړې پوځي اینفورم. ۱۴ عدده پرتلي.
په زرګونو فیره د ډول ډول وسلو مهمات او یو اندازه پوځي وسایل او تجهیزات، چې د ترهګریزو او ورانکارو کړنو په موخه ځای پر ځای شوي ول ترلاسه کړی دي.
د پیښي په اړوند یو تن په نوم د بهاوالدین د ملاعبدالعظیم زوی نیول شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcguq9q3ak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته