د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د "پارک پلیس" پر میلمستون تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې درې تنو تروریستانو تېره شپه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کلوله پشتې په سیمه کې د "پارک پلیس" پر میلمستون تروریستي برید وکړ چې له امله یې د افغانانو په شمول یو شمېر بهرني وګړي و وژل شول.
جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې په ترڅ کې وویل، تروریستان او د افغانستان د خلکو دښمنان نه یوازې دا چې د دا ډول ناوړو عملونو په تر سره کولو سره نه شي کولای د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي، بلکې د تروریستانو دغه غېر اسلامي او غېر انساني عملونه به د دوی پرخلاف نړیواله کرکه لا را وپاروي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني، تروریزم سیمې او نړۍ ته یو جدي ګواښ ګڼي او یو ځل بیا د دغې شومې پدیدې پرخلاف پر جدي او رښتینې مبارزې ټینګار کوي.
جمهور رئیس غني په دغه تروریستي بریدکې پر اوښتې مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشینی شوی دی د افغان قربانیانوکورنیو، د وژل شویو بهرنیو اتباعو د اړوندو هېوادونو د دولتونو مشرانو او د هغوی کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي. #

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس