دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 111607
جمهور رئیس غني د توحید له مرکز څخه د کندز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو له رهبرۍ او د شاهین د ۲۰۹ او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو له قوماندانانو سره
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني، نن سهار د توحيد له مرکز څخه د کندز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو له رهبرۍ او د شاهین د ۲۰۹ او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو له قوماندانانو او نورو امنیتي چارواکو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې .


په دغه ویدیو کنفرانس کې د کندز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو رهبرۍ او پوځي چارواکو په خپل وار د امنیتي حالت په اړه خپل راپورونه جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني ته وړاندې کړل.

جمهور رئيس او د وسله وال پوځ اعلی قوماندان محمد اشرف غني د راپورونو له اورېدو وروسته د امنیت د خوندي ساتلو او د هېواد د دښمنانو د بریدونو د شنډولو او په شا تمبولو په لاره کې د وسله وال پوځ د منسوبانو زړورتیا او مېړانې وستایلې او د امنیتي حالت د لا ښه والي په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b8zrhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته