دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 111991
کمپبل: داعش په افغانستان کې په جلب و جذب بوخت دی

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکو لوی قوماندان جنرال، جان کمپبل وايي، چې د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله په افغانستان کې په جلب و جذب لګیا ده خو جنګي عملیات ېې لانه دي پيل کړي.
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، جنرال کمپبل ویلي چې دې ډلې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د جلبولو لپاره د ټولنیزو رسنیو په مرسته، پرمختللی کمپاین پيل کړی دی.
د جنرال جان کمپبل په وینا، وسله وال طالبان په تیرو لسوکلونو ونه توانیدل چې د کابل حکومت ړنګ کړي. د ده په وینا، د اسلامي دولت په نوم د وسله والو پرمختللی کمپاین چې د ټولنیزو رسنیو په مرسته یې چلوي، له دې امله د مایوسه طالبانو د جلب و جذب هڅې کوي.
کمپبل ویلي: موږنه غواړو چې دا بهیرپیدا کړي او هڅه کوو چې د اسلامي دولت په نوم ډله، د عراق او سوریې په څيرپه افغانستان کې د فعالیت موقع پیدا نه کړي.
په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو دې لوی قوماندان خبریالانو ته ویلي، چې افغانان د اسلامي دولت په نوم د وسله والو له نظرسره موافق نه دي او دا مساله په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیت په مخنیوي کې مرسته کولای شي.
خو کمپبل د خپلوخبروپه یوه بل ځای کې ویلي چې داعش په افغانستان کې د پلویانو د راغونډولو او د زیاتو سیمو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو پرضد جنګیږي چې د کمپبل په وینا د اندیښنې وړخبره ده.
اسوشیټېډ پرېس وايي:
جنرال کامپبل په دې وینا سره خپله دا ادعا چې د اسلامي دولت وسله وال، عملاپه افغانستان کې د جګړې ډګرته لا نه دي راوتلي، تر پوښتنې لاندې کوي.
د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني او یو شمېر سیمه يیزوافغان چارواکو مخکې لا ویلي وو چې د اسلامي دولت په نوم وسله وال په دې هېواد کې فعال حضور لري.
جنرال کامپبل پرون خبریالانو ته وویل، چې په تیرو شپږو میاشتوکې، په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والو شمېر زیات شوی خو دقیق ارقام یې نه دي ورکړي.
د جنرال کمپبل په وینا، چې هغه یو شمېروسله طالبان چې د دې ډلې د مشرتابه په اړه شک لري، د اسلامي دولت په نوم وسله والو سره یوځای کیدل، د خپلې ګټې لپاره یوه ښه موقع ګڼي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwznzz23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته