دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 111994
د جمهور رئیس غني د حکم له مخې محمد معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر په توګه معرفي شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې محمد معصوم ستانکزي د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر په توګه د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي شو.
همدا راز د جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلا جلا حکمونو له مخې د ستر درستیز درستیزوال ډګرجنرال عبدالخالق د محمد سرور زوی د ملي د فاع وزارت د لومړي مرستیال او د ۱۱۱ فرقې قوماندان ډګرجنرال قدم شاه د عبدالروف زوی د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcao6n6y49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته