کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دعراق لمړی وزیر، د ټر وریزم سره په مبارزه کی د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 جوزا 1394 ساعت 12:48


د ایران د راډیو ټلویژن د خبری آژانس د نننی راپور په اساس، د عراق لمړی وزیر، حیدر العبادی، د بی بی سی سره په مرکه کی، د دی ټکی په بیانولوسره چی، د فارس خلیج هیوادونه د ترهه ګرو د خطرونو سره په مقابله کی په واقعی بینانه توګه برخورد نه کوی؛ وویل : ایران، په عراق کی ټروریسټی خطر؛ د خپل ملی امنیت لپاره رښتنی او واقعی ګواښ بولی، له دی رویه؛ د ټروریزم سره په مبارزه کی د عراق ترڅنګ دریدلئ دئ .
دعراق لمړی وزیر،تر څو راتلونکو ورځو پوری، د داعش له نیواک څخه د دی هیواد په لویدیځ کی د الانبار ولایت د الرمادی ښار د بیرته نیولو څخه د ډاډینی په ښودلو سره، د داعش ضد بین المللی ائتلاف له متحدینو وغوښتل چی، د ایران په شان؛ د ټروریسټانو سره په مبارزه کی، د عراق سره ملګرتیا وکړ ی .
دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دئ چی، په ټول توان سره؛ له ټروریزم سره په مقابله کی د عراق له دولت او ملت څخه ملاتړ کوی .


د مطلب کود: 112073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112073/دعراق-لمړی-وزیر-د-ټر-وریزم-سره-په-مبارزه-کی-ایران-ملاتړ-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com