دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 112075
په زابل کې انتحاري حملې لسګونه تنه ژوبل کړي
نن غرمه په زابل کې د ولايتي شورا پر ودانۍ ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې لسګونه تنه ژوبل شوي دي.
ځانمرګی بريد نن غرمه د پاو بالا يوولسو بجو په شاو خوا کې د زابل په مرکز کې د ولايتي شورا پر ودانی شوی دی چې له امله یې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، څلوېښت تنه ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي، ځانمرګی له چاودېدونکيو توکو په يوه ډک مازدا موټر کې سپور وو او د ولايتي شورا له ودانۍ سره يې ځان چوولی دی.
د زابل د امنيت امنيت غلام جيلاني فراهي وايي، د لومړنيو مالوماتو په اساس، تر اوسه پورې روغتون ته څلوېښت تنه ټپيان لېږدول شوي دي.
دی وايي، د دوی مالومات ښيي چې په دغه بريد کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي.
د ده په خبره، په بريد کې د ولايتي شورا ودانۍ ويجاړه شوې او ځېنې نورې دولتي ودانۍ يې هم ويجاړې کړې دي.
تر اوسه پورې د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz5b8srhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته