کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 جوزا 1394 ساعت 11:24


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په ننګرهار، لغمان، کندز، بدخشان، سرپل، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۳۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۶ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۲ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د تخار اوپکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .


د مطلب کود: 112122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112122/۳۳-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com