دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 112198
جمهور رئیس غني د تېرې شپې د تروریستي برید په مهارولوکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چټک غبرګون وستایه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پر یوه میلمستون د تروریستانو د برید په مهارولو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چټک غبرګون وستایه.
له دغه تروریستي برید وروسته، د هېواد امنیتي ځواکونو ډېر ژر ځانونه د پېښې ځای ته و رسول، دښمن یې له پښو وغورځاوه او د تلفاتو له رامنځته کېدو څخه یې مخنیوی وکړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده، وې ویل: زموږ امنیتي ځواکونو یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره د هر ډول ګواښ او هڅې پر وړاندې، د خپل هېواد او خلکو ساتنه کوي.
جمهور رئیس غني د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه د افغانستان د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه، وې ویل چې د جمهوري ریاست عالي مقام به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستایلو پروګرام ته دوام ورکړي .
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې دښمن د جګړې په ډګر کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري نو له همدې امله د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په وژلو لاس پورې کوي او په غیر پوځي سیمو برید کوي.
جمهور رئیس غني وویل، موږ له داسې دښمن سره مخامخ یوو چې غواړي د ترهګرۍ له لارې زموږ د خلکو په منځ کې ویره خپره کړي خو د دې خاورې زړورو او میړنیو بچیانو دا ثابته کړې ده چې د افغانستان دښمنان به هیڅکله هم خپلو ناوړو هیلو ته ونه رسیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwinz623nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته