کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې له رئیس او یو شمېر غړو سره ولیدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1394 ساعت 18:43


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره شپه په ارګ کې د ولسي جرګې د رئیس په ګډون د ملت له یو شمېر استازو سره ناسته لرله. په غونډه کې د ملي امنیت د لوی ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مشرانو هم حضور درلود.

د هېواد جمهور رئیس د ملت استازو ته د هېواد سیاسي او ټولنیز حالات تشریح کړل او په نړیوالو مناسباتو او مرستو کې د شويو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه یې هم هر اړخېز معلومات ورکړل.

جمهور رئیس غني وویل، د هېواد اوسنی وضعیت سرتاسري بسیج او سیاسي اجماع ته اړتیا لري. ده د وسله وال پوځ اعلی قوماندانۍ د جوړېدلو تر څنګ د وضعیت د دقیقې څارنې او تحلیل یادونه هم وکړه او دهېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې او سرښندنې یې وستایلې.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د ملي امنیت لوی ریاست یو ملي بنسټ دی چې له اولې ورځې مو پانګونه پرې کړې ده. نوموړي دا هم وویل، زموږ د انتخاباتي برنامو تاکید او د ټول ولس اجماع په سوله وه. له پاکستان سره مو د تلپاتې سولې په برخه کې د ملي اقتدار او ملي اعتبار له نقطې چلند کړی.

جمهور رئیس محمداشرف غني وویل، د سولې لپاره مو معیارونه واضح دي. وسله والو ته به پناه ځایونه، امکانات، درملنه او نور نه ورکول کېږي. نړۍ هم زموږ د دغو منطقي غوښتنو ملاتړ کوي او وایي چې د ملي امنیت او ای ایس ای تر منځ باید د باور فضا رامنځته شي.

جمهور رئیس وویل، په تفاهم لیک د ”په نښه شوي “ سند د بدلولو لپاره موږ مشوره کوو. شخصاً زه سند ارزوم او دوباره انسجام ورکوم. بیا د اساسي بحث لپاره د ملي امنیت شورا ته ځي، له ملي شورا څخه هم د سند د کتلو لپاره یو پلاوی وټاکئ. هیله مې داده چې له قوي ملي دریځه وغږېږو. خپل قوت باید تثبیت کړو او ټول امکانات په کار واچوو، څو باعزته او تلپاتې سولې ته ورسېږو.

د ولسي جرګې رئیس د هېواد له جمهور رئیس څخه د دغې مشورتي غونډې د رابللو له امله مننه وکړه او د پاکستان پر وړاندې یې د جمهور رئیس روښانه دریځ وستایه


د مطلب کود: 112272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/112272/جمهور-رئیس-غني-د-ولسي-جرګې-له-او-یو-شمېر-غړو-سره-ولیدل

آوا
  https://www.avapress.com