د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د تدارکاتو ملي کمیسیون تېر ه شپه په ارګ کې خپله اونیزه غونډه وکړه.
په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش او د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود. د تدارکاتو ملي کمیسیون په دغه نوبتي غونډه کې د کورنیو چارو، ملي دفاع او پوهنې وزارتونو، د حج د کمیسیون او د ملکي هوایي چلند مستقلې ادارې قراردادونه وارزول شول، چې ځینې یې منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
د ملي دفاع وزارت په ۱۷ قراردادونو کې ۹ ملیونه ډالره سپما وشوه. یاد کمیسیون پرېکړه وکړه چې کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه به د قراردادونو په اړه مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي، څو له ولس او خلکو سره هم معلومات شریک شي.
همدارنګه جمهور رئیس محمداشرف غني یادو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ور سپارل شویو چارو په ترسره کولو او په ځانګړي ډول د قراردادونو په برخه کې دې د قانونیت، شفافیت او حساب ورکولو اصل ته زیاته پاملرنه وکړي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)