دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 113387
د ملی امنیت لوی رئیس د غزنی ولایت د پوهنتون له دوه تنو ښوونکو څخه بښنه وغوښته
نن له غرمې مخکې د ملی امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل د غزنی ولایت د پوهنتون له دوو تنو ښوونکو سره په خپل کاری دفتر کې لیدنه وکړه، نوموړی د لیدنې پر مهال د دوي پر وړاندې د رامنځ ته شوي پیښي په اړه خواشیني څرګنده کړه، یاد ښوونکي هر یو: ښاغلی نصیراحمد(آرین) او ښاغلی حبیب الله(کاشفی) چې په ناڅرګند ډول ورسره ناسم چلند شوی وو، چې په دغه پیښه کې د ملی امنیت دوه تنه ټیټ رتبه کارمندانو په غیر مستقیم ډول ښکیل ول، نیول شوی او تر څیړنو لاندې دي.

ښاغلی نبیل وویل: چې د ملی امنیت لوی ریاست په استازی توب له تاسو درنو ښوونکو چې په ټولنه کې د معنوی پلار حیثیت لری او د افغانستان له ټولو درنو ښوونکو څخه بښنه غواړم، چې دغه پیښه ستاسو د زورونې سبب شوی ده.

نوموړی د خبرو پر مهال ښوونکو ته وویل: چې د ملی امنیت لوی ریاست د خپلو هیواد والو د حق او حقوقو ساتنه او درناوی د خپلو وظایفو له لمړیتوبونو څخه بولي، د ملی امنیت لوی ریاست منسوبین چې تر وروستی حده پوری د اساسی قانون د ارزښت د ساتني په موخه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې هر ډول خطرات مني، خو هیڅکله هم د خپلو درنو هیوادوالو بی عزتی او زورونه نه مني.

ښاغلی نبیل یادو ښوونکو ته وعده ورکړه چې پیښه به په ار هړخیزه توګه څیړی او عدالت به پلي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazyt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته