کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل بانک د تصفیې کمېټې د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر مشري لاندې غونډه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 سرطان 1394 ساعت 10:48


افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون په ارګ کې د کابل بانک د تصفیې کمېټې سره غونډه وکړه او د یادې کمېټې غړو خپل درې میاشتنی راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
دکابل بانک د تصفیې کمېټه درې میاشتې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په فرمان تشکیل او په دې دنده وګومارل شوه، چې د مشخص طرزالعمل پر بنسټ د کابل بانک د ستونزې حل اسانه او چټک کړي. یادې کمېټې پر همدې بنسټ د ټاکلې مودې له پایته رسېدو وروسته نن د خپل کار پایلې جمهور رئیس ته وړاندې کړې.
د کمېټې د کاري راپور په اساس د کابل بانک په قضیه کې له ښکېلو کسانو څخه ۲۳۸ ملیونه امریکایي ډالر ترلاسه شوي.د پوروړو له ډلې څخه دېرش تنو خپل پورونه تصفیه کړي، لس تنه نور د خپلو پورونو ورکولو ته حاضر دي او د قضیې یو شمېر پوروړي تښتېدلي چې د انټرپول پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې دي.
د کابل بانک د تصفیې کمېټې غړي ټینګار کوي چې د متحده عرب اماراتو د محکمې د حکم پر بنسټ د کابل بانک د قضیې د پوروړو ټول موجوده جایدادونه هلته د افغانستان دولت ته مستردېږي.
جمهور رئیس غني د یادې کمېټې د درې میاشتني راپور له اورېدلو وروسته د دې کمېټې د کار پرمختګ وستایه اوکوموکسانو چې په ټاکلې درې میاشتنۍ موده کې خپل پورونه، نه دي ورکړي، هغوی ته یې یوه اونۍ مهلت ورکړ چې په دغه ټاکلې موده کې بایدخپل پورونه ورکړي او خپل حسابونه تصفیه کړي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ ، که یاد کسان په یوه اونۍ کې خپل حساب تصفیه نه کړي، نو ممنوع الخروج به یې اعلان کړي او اړوندو ارګانونو ته به یې په اړه د عدلي او قضایي تعقیب لارښوونه وکړي.


د مطلب کود: 113455

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/113455/د-کابل-بانک-تصفیې-کمېټې-جمهور-رئیس-محمد-اشرف-غني-تر-مشري-لاندې-غونډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com