دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 113504
دپاکستان په سیند صوبې کښې ګرمې 782 کسان وژلي .
دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار او نورو سیمو کښې سختې ګرمې او د هوا زیات رطوبت په تیرو دریو(۳) ورځو کښې تراوسه ۷۸۲کسان وژلي او یوازې په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په کراچۍ کښې دوه سوه (۲۰۰)کسان وژل شوي .
دپاکستان په کراچۍ کښې په تیرو دریو(۳) ورځو کښې دتودوخي درجه پینځه څلویښت(۴۵) سینټي ګراډه وه او رطوبت هم پنځوس(۵۰) فیصده اعلان شوی وو .
دکراچۍ ښار په شمول دپاکستان په مختلفو ښارونو کښې ساعتونه ساعتونه د بریښنا دغوڅیدا په دلیل خلک مجبوره دي چې په سختې ګرمې کښې شپې او ورځې سبا کړي .
دپاکستان په کراچۍ ښار کښې دسختې ګرمې له کبله تراوسه ۷۴۴ او نورو سیمو کښې هم اته دیرش کسان وژل شوي .







سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjytevxuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته