کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مالیې وزیر د سلو ورځو کاري پلان د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سرطان 1394 ساعت 14:28


د افغانستان د مالیې وزیر جناب اکلیل حکیمي نن د مالیې وزارت د سلو ورځو کاري پلان د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړ.
په یاد پلان کې د مالیې وزارت د ورځنیو کارونو څخه پرته څه د پاسه اویا ۷۰ برنامې شتون لري چې په بودجې، خزاینو، عوایدو، ګمرکونو، پالیسیو او مالي او ادارو چارو پورې اړه لري.
مالیې وزیر له فساد سره جدي مبارزه، بنیادي اصلاحات، شفافیت، ژمنتیا او تخصص د وزارت له لومړیتوبونو څخه وګنل چې په دې برخو کې د لا بهبود له پاره دوامداره کار کوي. ده وویل چې په مالیې وزارت کې استخدام به د تجربې، تخصص او وړتیا له مخې ترسره کیږي.
د مالیې وزیر یادونه وکړه چې د دغه وزارت مالي چارې به د اوصولو او منل شوو معیارونو سره سمې عیارې کړي او د بشري ځواک د رامنځ ته کولو، د پالیسیو د پلې کولو او د اصلاحاتو راوستو په برخو کې به جدي ګامونه پورته کړي. همدا راز د بودجې جوړول به ملي ګتو او اړتیاؤ ته په پام سره د برنامو پر اساس د درې کلونو له پاره ترتیب کړي او د ولایتي بودجې جوړول به هم رامنځ ته کړي.


د مطلب کود: 113525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/113525/د-افغانستان-مالیې-وزیر-سلو-ورځو-کاري-پلان-رسنیو-له-لارې-خلکو-سره-شریک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com