دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 113572
داعشیانو په ننګرهار کې ښځو او قومي مشرانو ته خبرداری ورکړ
تاند- راپورونه وايي چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې سختدریځې ډلې د افغانستان په ختیځ کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې له کورونو ونه وځي.
اسلامي دولت یا داعش په ننګرهار کې څو ولسوالۍ له طالبانو تصفیه کړي او په دغو سیمو کې یې نه یوازې ښځو ته خبرداری ورکړی بلکې قومي مشران یې هم ګواښلي دي.
داعشیانو د ننګرهار په ولسوالیو کې خبرداری ورکړی چې هیڅ ښځه دې له کوره نه وځي مګر دا چې «شرعي» عذر ولري.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري وویل چې داعش دوې ورځې وړاندې په خپرو کړو پاڼو کې ویلي چې ښځې اجازه نه لري چې بې بورقې او بې شرعي دلیله له کوره ووځي.
دوی قومي مشرانو ته هم خبرداری ورکړی چې خپلې لانجې د پښتني دود او جرګو له لارې حل نه کړي.
د ننګرهار د ولایتي شورا نورو غړیو هم دا موضوع تایید کړه، ویې ویل چې په هغو ولسوالیو کې چې داعشیان واکمن شوي، ښوونځي بند دي او د بیارغونې ټولې چارې په ټپه درول شوي دي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي دا راپور، نه ردوي او نه یې تاییدوي خو دا خبره مني چې داعش په ننګرهار ولایت کې فعال شوی او ځیني سیمې یې نیولي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا د غړیو په وینا داعشیانو په سیګرېټو او نسوارو هم بندیز لګولی او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې که څوک یې په سیګرېټو یا نسوارو ولیدل نو سخته سزا به ورکړي.
ویل کېږي چې د داعش غړیو د خوګیاڼي، شینواري، بټي کوټ، اچین او هسکې مېنې ولسوالیو اکثره کلي نیولي او طالبان یې ورڅخه شړلي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefx8zwjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته