کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلاوو د ډلې د مشر ذکی ډکو نیول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سرطان 1394 ساعت 14:42


د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتونو،وژنو او وسله والو غلاوو د ډلې مشر ذکی مشهور په پهلوان ذکي ډکو د یاور زوی، د یادې ډلي له یو تن غړي نثار احمد د محمد عمر زوی سره یو ځای نیولی دی.

ذکي ډکو او د هغه ډله د وژنو په ۲۱ پېښو، وسله والو غلاوو، انسان تښتوونو، ګواښونې، له خلکو څخه په زور د پیسو اخیستلو او اخلاقي فساد کې په لاس لرلو تورن دي، چې د څیړنو پر مهال یې په کابل ښار کې په څو وژنو، انسان تښتونو او وسله والو غلاوو کې لاس لرل منلي دي.

د ملي امنیت لوی ریاست له هغو درنو هېوادوالو څخه چې د دغې ډلې له خوا زیانمن شوي هیله کوي، چې د ملي امنیت لوی ریاست له ۱۹۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي او خپل شکایت دې ثبت کړي.


د مطلب کود: 113583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/113583/په-کابل-ښار-کې-د-انسان-تښتوونکو-او-وسله-والو-غلاوو-ډلې-مشر-ذکی-ډکو-نیول

آوا
  https://www.avapress.com