دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 114173
جمهور ریس غني د شانګهای او بریکس سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د شانګهای سازمان د مشرانو په پنځلسمه او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني رسمي سفر لپاره د فدراتیفې روسیې د اوفای ښار ته روان شو.
د هېواد جمهور رئیس به په دې سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې پر ګډون او وینا سربېره په بېلابېلو برخوکې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د اقتصادي مسئلو، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د نویو ګواښونو د مهارکولو د څرنګوالي په اړه د دغو سازمانونو د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم بحث او خبرې اترې وکړي.
له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر ملګرتیا کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccm0qs12bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته