کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار والي د جلال اباد ښار او ولسوالیو يو شمېر بې وزله وګړو سره روژه ماتی وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 سرطان 1394 ساعت 11:53


دغه روژه ماتی ، چې دننګرهار والي د ځانګړې پاملرنې له مخې د ګمرک پخواني جامع جومات کې ترتیب شوی وو ، دښار او یوشمېر ولسوالیو سلګونه بې وزله وګړو پکې برخه اخېستې وه .
ننګرهار والي له روژه ماتي وړاندې دبې وزله وګړو څخه د ورځنیو کارونو په اړه پوښتنه وکړه او دهغوی په حال يې ځان خبر کړ.
ښاغلي کندوزي وویل : (( دبې وزله وګړو لاس نیوی او ددوی دحال پوښتنه زمونږ لوی مسولیت دی ، د روژه ماتو ترتیبول مونږ ته دا فرصت راکوي ، چې له خوا دخپلو بې وزله وګړو احوال واخلو او بل لورته ددوی حوصله لوړه کړو )) .
نوموړي خلکو ته د هېواد دجمهور ريس دهمدردۍ او روژې پیغام هم ورساوه او ډاډ يې ورکړ ، چې ستاسې مشران پدې کار کوي ، چې په هېواد کې د روزګار زمینې برابرې او د بې وزلۍ ګراف راټيټ کړي .
ننګرهار والي ددې ولايت دبې وزله وګړو دهمت ستاینه وکړه ، چې په هر سخت حالت کې دحلالې نفقې پیدا کولو هڅه کوي .
نوموړي د سوداګرۍ خونې له حاضرو مسولینو هم مننه وکړه ، چې د جمهور ريس دفرمان او ولايت مقام غوښتنې له مخې بې وزله وګړو ته د روژه ماتي پروګرامونه جوړوي .
د یادونې وړ ده ، د ننګرهار والي په هڅو له دې وړاندې هم د ابن امان په جومات ، امام بخاري مرکزي روزنتون او یوشمېر نورو ځایونو کې ګڼو بې وزله او یتیمو زده کوونکو ته د روژه ماتي پروګرامونه ترتیب شوي وو او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت يې زر ګونه بې وزله وګړو سره دخوراکي توکو مرستې ترسره کړي دي .


د مطلب کود: 114247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114247/ننګرهار-والي-د-جلال-اباد-ښار-او-ولسوالیو-يو-شمېر-بې-وزله-وګړو-سره-روژه-ماتی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com