دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 114269
د ملي دفاع وزارت د قراردادونو د بیاکتنې اصلي موخه سرتېرو ته د غوره خدماتو برابرول دي
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون نن له غرمې مخکې غونډه وکړه.

په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش هم حضور درلود. د ملي تدارکاتو کمیسیون په دغه نوبتي غونډه کې د حج د کمیسیون، مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، د نوي کابل بانک د ارزونې د کمیسیون او د ملي دفاع وزارت قراردادونه وارزول شول، چې ځینې یې منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.

د ملي تدارکاتو کمیسیون ته لارښوونه وشوه، چې د مختلفو ادارو د قراردادونو د پروسیس لپاره یو چټک سیستم رامنځته کړي، تر څو له دې ادارې سره د قراردادونو د ځنډ مخه ونیول شي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په نننۍ ناسته کې د دفاع وزارت په څو قراردادونو بحث وشو، په دې قراردادونو کې نږدې ۱۹۲ ملیونه افغانۍسپما وشوه.

جمهور رئیس وویل، د تدارکاتو په برخه کې د ملي دفاع وزارت د ظرفیت د ښه والي لپاره به د دغه وزارت تدارکاتي سیستم ملکي کړای شي. د ملي تدارکاتو کمیسیون د معلوماتو په اساس تر دې دمه د ملي دفاع وزارت په قراردادونوکې نږدې یو اعشاریه پنځه ملیارده افغانۍ او د ټولو دولتي قراردادونو په کچه تر اته ملیارده افغانیو پورې سپما شوې ده.

جمهور رئیس غني د ملي دفاع وزارت د قراردادونو په اړه وویل، چې د دې قراردادونو د بیا کتنې اساسي موخه د سپما تر څنګ د سرتېرو لپاره د غوره لوژستیکي خدماتو او اسانتیاو برابرول دي.

جمهور رئیس د ملي تدارکاتو کمیسیون ته لارښوونه وکړه، چې د شرکتونو د ظرفیت ، شفافیت او له چارواکو سره د احتمالي اړیکو د معلومولو په موخه د کمیسیون د تېرو ناستو او څېړل شویو قراردادونو په رڼا کې یوه تفصیلي ارزونه وکړي او په دې برخه کې له سیستیکا ادارې څخه هم د مرستې غوښتنه وشوه.

په غونډه کې د قاطع ملاتړ د ماموریت استازي شفاهي ژمنه وکړه چې د قول اردوګانو لپاره به د جنراتورونو پر ځای د برېښنا شرکت د شبکې له لارې د برېښنا د تامین په برخه کې دوه سوه ملیونه ډالره مرسته وکړي. ده وویل، دغه برېښنا د جنراتورونو په پرتله ارزانه او د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره هم ګټوره ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، په تدارکاتي اسنادو کې باید د هر ډول لفظي ، عددي او نورو تېروتنو ډډه وشي او د هرې لویې او وړې اشتباه سپیناوی وشي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې ناسته کې د هوایي ځواکونو لپاره د تېلو هغه قرارداد هم تصویب شو، چې په لومړي ځل د حکومتي بودجې له خوا اجرا کېږي.

جمهور رئیس د هوایي ځواکونو د تېلو د قرارداد په نه ځنډ د ټینګار تر څنګ د افغان هوایي ځواک وړتیا، قرباني او حوصله استثنایي او د ستاینې وړ وبلله. دغه راز د قاطع ملاتړ ماموریت استازي وویل، چې د دې ډول پېچلو قراردادونو ، موثرمدیریت په حکومتي اداره کې د ظرفیت د ښه والي نښه ده.

په پای کې د ملي تدارکاتو کمیسیون د شرکتونو د صنف بندۍ په موضوع خپل تقصیلي راپور او په همدې اړه یې په پنځو مرحلو کې یو تفصیلي میکانیزم هم وړاندی کړ.

په پای کې جمهور رئیس غني د سیګار ادارې ځانګړې استازې لېنډي سیویلي ته د څارنې په برخه کې د ښه فعالیت له امله ستاینلیک ورکړ
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5az3t1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته