دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 114586
جمهور رئیس غني د لوګر په ولایت کې د نړېوالو ځواکونو د هوایي برید له امله د ملي اردو د منسوبانو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د نړیوالو ځواکونو د هوایي برید له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه.
جمهور رئیس غني، د دغه هوایي برید د وضاحت په موخه یو پلاوی موظف کړی دی چې دغه پېښه په هر اړ خیز ډول وڅېړي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې نړیوال ځواکونه دې په خپلو عملیاتو کې له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي ترڅو دا ډول عملیات په راتلونکي کې د افغانستان د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې او مالي زیان سبب نه شي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي اردو د شهیدو منسوبانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaayn6i49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته