کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اجرائیه ریاست لوموړي مرستیال په کابل ښارکې د تيرې شپې تروریستي بریدونه په سختو ټکووغندل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 اسد 1394 ساعت 16:11


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د کابل ښار د تیرې شپې دواړه ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو وغندل کوم چې له امله يې د پولیسوپه اکاډمۍ او نشه يې توکیوپروړاندې دمبارزې د ریاست په ودانۍ ترسره شوې اوپه ترڅ کې يې داکاډمۍ محصلين او یوشمیر هیوادوال شهیدان اوټپیان شول.

لومړي مرستیال څرګنده کړه چې، دهیواد او خلکو د ښمنانو په خپلو وحشیانه بریدونو خپل اصلیت څرګند کړاو په ډير ضعیف مورال باندې دوی د افغانستان داسلامي جمهوریت د پولیسو د اکاډمۍ په شاګردانو اود هیواد په ګڼ میشته ښارونوکې د خلکود هستوګنې په ځایونو کې دوحشت اودهشت خورولو په موخه وخت ناوخت بریدونه کوي چې داکاريې د اسلامیت اوبشریت پرضد ښکاره دښمني ده.

د اجرائیه ریاست لوموړي مرستیال زیاته کړه چې، د خاورې او وطن دښمنانو دا ډول غیراسلامي اوغیرانساني بریدونه به هیڅکله هم دوی خپلو شومو موخوته و نه رسوي، بلکې ددا ډول کړنو په ترسره کولو سره به ددوی په وړاندې د هیواد والو کرکه اودهیواد د امنیتي ځواکونومورال نورهم قوي شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په یادو تروریستي پېښو کې د شهیدانو کورنیو ته جنت الفردوس، ټپیانوته د څښتن تعالی جلا جلا له له دربار څخه دعاجلې روغتیا او زیانمنوشویو ته د جمیل صبرغوښتنه کوي او ژمنه يې وکړه چې دولت به يې دیو کمېسیون له لارې ددې زیانونود څیړلو وروسته مناسبې مرستې وکړي.


د مطلب کود: 115161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115161/د-اجرائیه-ریاست-لوموړي-مرستیال-په-کابل-ښارکې-تيرې-شپې-تروریستي-بریدونه-سختو-ټکووغندل

آوا
  https://www.avapress.com