دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 115206
د نرخ لپاره نوی ولسوال وټاکل شو
د نوی ولسوال په توګه پر دنده وګمارل شو .
نوموړی ۵۹ کاله عمر لري،د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي څخه یې لیسانس ترلاسه کړی او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې سیمې اصلي اوسیدونکی دی .
ښاغلي حقبین د میدان وردګو ولایت مرستیال والي،ښاروال،د کابل د چهاراسیاب او بغلان اندارب ولسوال او یو شمېر نورو برخو کې دندې ترسره کړي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات نوی ولسوال ته سپارښتنه وکړه،چې په چارو کې له شفافیت، د فساد پر ضد ، پوهنې او نورو برخو کې جدي کړنې ترسره کړي .
ده ولسوال ته لارښوونه وکړه،چې د نورو کړنو ترڅنګ لازمه ده،چې د ولسونو سره له نږدې اړېکې وساتو او د هغوی هرې ستونزې ته په جدي ډول د حل لاره چاره ولټو .
 
د میدان وردګو والي د نرخ د پخوانی ولسوال محمد حنیف حنیفي کړنې هم وستایلې او هغه ته یې په نورو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه .
ښاغلی حقبین د ازادې سیالۍ په ترڅ کې تر بریالي کېدو وروسته د نرخ ولسوال په توګه ټاکل شوی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawmn6i49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته