دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 115278
په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د له منځه وړو لپاره تمرکز زیاتیږي
د پولیو پر ضد د مبارزې نړیوال پروګرامپر افغانستان او پاکستان خپل تمرکز زیاتوي څو نړۍ له دې ویروسه پاکه اعلان شي.

د روغتیا نړېوال سازمان پرون (سه شنبه) اعلان وکړ چې افغانستان او پاکستان د نړۍ ۲ وروستي هېوادونه دي چې لا هم د پولیو پېښې په کې لیدل کیږي.

دا سازمان وايي، په تېرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو د ویروس له امله په کوچنیانو کې د ګوزڼ ۶ نوې پيښې ثبت شوي دي.

دې نړیوالې ادارې ویلي، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې کوچنیان لاهم د فلج یا ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي.

دې سازمان هیله څرګنده کړې چې په افغانستان او پاکستان کې به د پولیو د ویروس په له منځه تللو،نړۍ له یوې خطرناکې ناروغۍ پاکه شي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال له پيل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د کوچنیانو د ګوزڼ ۳۴ تازه پيښې ثبت شوي چې ۲۸ په پاکستان او ۶ په افغانستان کې وې.

د پولیو پر ضد د روغتیا د نړېوال سازمان د مبارزې د پروګرام مشر؛ اولیفر روزنباور پرون وویل:

((پاکستان او افغانستان باید دا کار د امکان تر حده ژر تر سره کړي. په دغو هېوادونو کې باید د پولیو ویروس صفر شي.))

دې چارواکي ویلي، افغانستان او پاکستان لا هم د پولیو د ویروس له امله د ګوزڼ مثبتې پيښې لري او دا هېوادونه یې د اور منبع بللي دي.

اولیفر روزنباور ویلي:

((موږ نه غواړو چې د پخوا په څیر، په دغو هېوادونو کې د بل شوي اور لمبې د نړۍ نورو برخو ته خورې شي.))

د پولیو د ویروس پر ضد واکسین په ۱۹۵۰ میلادي کال کې وموندل شو.

د واکسین تر کشف مخکې به، دې ویروس چې د کوچنیانو پر عصبي سیسټم حمله کوي؛ هرکال د نړۍ ګڼ شمیر انسان په ګوزڼ یا فلج اخته کول.

د پولیو ویروس په چټکۍ خپرېدلای شي.

په داسې جګړه ځپلو سیمو کې چې روغتیايي امکانات کم وي او خلک له یوه ځايه بل ځای ته کډه کيږي؛ د دې ویروس د خپرطدو امکانات ډير زیات دي.

د روغتیا نړېوال سازمان پرون د افریقا لویه وچه له دې ویروسه پاکه اعلان کړه.

د دې سازمان په وینا، نایجریا او سومالیا هغه ۲ افریقايي هېوادونه وو چې د پولیو ویروس زیات وو؛ خو تېرکال په دې دواړو هېوادونو کې هم د دې ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

اولیفر روزنباور ویلي، په افغانستان او پاکستان کې چې د امنیت د خرابوالي له امله؛ د پولیو پر ضد د واکسین کمپاینونه ښه نه شي؛ چلېدلای او پر کارکونکو یې حملې کیږي، د نړېوالو مبارزه لا هم له بریالیتوبه لرې ده.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د نړېوال کمپاین مشر څرګنده کړې چې په دې هېوادونو کې د جګړو له امله د خلکو سترې ډلې له یوې سیمې؛ بلې ته کډه کیږي نو له دې امله د پولیو د خپرېدو مخنیوی ګران شوی دی.

خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي؛ پاکستان تېرکال د پولیو پر ضد په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

تېرکال په ټول پاکستان کې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین وچلید او حتی په قبایلي سیمو کې زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورسید.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې که په نړۍ کې د پولیو د ویروس له منځه ولاړ شي؛ په راتلونکو ۲۰ کلونو کې لږترلږه ۵۰ ملیارده ډالر وسپموي. خو چیرې دا مبارزه ناکامه شي؛ په راتلونکې یوه لسیزه کې به د مثبتو پېښو شمېر دوه لکو ۲۰۰۰۰۰ ته لوړ شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یوازې په فراه کې د کوچنیانو د فلج ۴ تازه پېښې لیدل شوي دي.

د فراه د عامې روغتیا مشر ازادي راډیو ته وویل؛ دا پېښې په هغو سیمو کې ثبت شوي چې امنیت خراب دی او روغتیايي ډلې نه شي ورتلاي.

د رپوټونو په حواله، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې چې پاکستان ته د کډوالو تګ راتګ زیات دی؛ د پولیو یو شمېر پېښې لیدل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaievouqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته