کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوستم: د قیصار او المار په روانو عملیاتو کې 30 مخالفین وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا , 24 اسد 1394 ساعت 13:35


د افغانستان د جمهور رییس لومړی مرستیال وايي چې د فاریاب په قیصار او المار ولسوالیو کې په روانو عملیاتو کې ډېر مخالفین وژل شوي چې بهرنیان هم په کې شامل دي.

جنرال عبدالرشید دوستم له آزادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې یادونه کړې چې په دغو ولسوالیو کې دوه ورځې مخکې عملیات پيل شوي او تر دې دمه پi کې دېرش وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځلس نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د ښاغلي دوستم په خبره په وژل شویو او نیول شویو کې ازبکستاني او پاکستاني جنګیالي شامل دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال همداراز وویل چې تمه ده له دې وروسته په بدخشان او کندز ولایتونو کې هم ورته تصفیوي عملیات پيل کړي.

تر دې مخکې جنرال دوستم ویلي و چې د افغانستان روانه جګړه او د دولت ضد ټولو وسله والو فعالیتونو تنظیم د پاکستان د استخباراتو له خوا کیږي.


د مطلب کود: 115360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115360/دوستم-د-قیصار-او-المار-په-روانو-عملیاتو-کې-30-مخالفین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com