دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 115403
د ترکمنستان ولسمشرد (ټاپي) پروژه د ښه ګاونډیتوب لپاره مهمه بللې
د ترکمنستان ولسمشرد افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لیږد پروژه (ټاپي) پر اقتصادي ګټو سربیره په سیمه کې د ښه ګاونډیتوب او ملګرتیا لپاره مهمه بللې.

د انټرفاکس خبري اژانس د قربان قلي بیردي محمدوف له خولې (چې د حکومتي چارواکو په یوه غونډه کې یې خبرې کولې) ویلي:

له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نل لیکي له پروژې څخه په دې پروژه کې ټول ښکیل لورې نه یوازې اقتصادي ګټه اخیستلی شې بلکې دا به د ښې ملګرتیا، ښه ګاونډیتوب او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګټورې همکارۍ لپاره د یو پل په توګه کار ورکړي.

ترکمن ولسمشر د ټاپي د پروژې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیوکې د ترکمن ګازکمپنۍ یو مسول د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي وو، ( ترکمن ګاز) به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د پروژې د کانسرسیوم مشري وکړي.

د فرانسې خبرې اژانس د یو پاکستاني چارواکې له خولې ویلي، ترکمنستان غواړي چې د ټاپي پروژه ژر تر ژره پیل شي، ځکه چې د ایران له اټمي تړون راوروسته عشق اباد دا اندیښنه لري چې د ایران ګاز د جنوبي اسیا بازار ونه نیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyievtuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته