کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۰۱ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1394 ساعت 12:55


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په ننګرهار، پروان، بغلان، کندز، فاریاب، سرپل، ارزګان، جوزجان، پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۰۱ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۸۲ تنه ټپیان شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۱۲ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کابل، کندهار، ارزګان، نورستان او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.


د مطلب کود: 115443

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115443/۱۰۱-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com