کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزې په مناسبت د استقلال څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 اسد 1394 ساعت 11:11


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۹۶ کلیزې په مناسبت په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د استقلال د څلي پر وړاندې ترسره شول.

جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي ورسره ملګرتیا کوله او د ملي اردو سرتیري د درناوي په دود په منظمو لیکو کې ولاړ و، او ملي سرود د بانډو د ټیم لخوا غږول کېده، د هېواد د استقلال د معرکې اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ویاړ او هغوی ته د احترام لپاره د استقلال څلي ته د ګلو ګیډۍ کېښوده .

په دغو مراسمو کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمدضیا مسعود، د سترې محکمې رئیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مشرانو جرګې مرستیال، د کابینې، ملي شورا او سترې محکمې غړو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان، د وسله وال پوځ ځینو جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د بهرنیوهېوادونو یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو ګډون کړی و.#


د مطلب کود: 115511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115511/جمهور-رئیس-غني-د-زمري-۲۸-افغانستان-خپلواکۍ-۹۶-کلیزې-په-مناسبت-استقلال-څلي-ته-ګلو-ګېډۍ-کېښوده

آوا
  https://www.avapress.com