کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند موسې کلا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1394 ساعت 11:57


د هلمند موسې کلا ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو لاس ته ولویده.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي، د موسې کلا مسولینو د نوم نه ښودو په شرط ورته ویلي چې ټول حکومتي او امنیتي چارواکي له موسې کلا ولسوالۍ څخه وتلي دي.

نن سهار د موسی کلا ولسوال محمد شریف ازادي راډیو ته وویل چې د ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانۍ وسله والو طالبانو نیولي دي.

په هلمند کې دې موثقو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو هم له دې ولسوالۍ څخه شاتګ کړی دی.

تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي


د مطلب کود: 115729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/115729/هلمند-موسې-کلا-ولسوالۍ-د-طالبانو-لاس-ته-ولویده

آوا
  https://www.avapress.com