دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 116260
د حرم شريف په پېښه کې ١٠٧ تنه مړه او ٢٣٤ نور ټپيان شوي
د سعودي عربستان د مکې ښار په حرم شريف کې د کرېن چپه کېدو په پېښه کې د مړه شوو زايرينو شمېر ١٠٧ کسانو ته ورسېد.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د وږي په ٢١ مه خبر ورکړی چې دا پېښه پرون ماښام مهال په داسې حال کې رامنځته شوې چې په حرم شريف کې د پراختيا لپاره ودانيزې چارې روانې وې.

سرچينې زياته کړې چې پرون په مکه کې د سخت توپان او باران له امله يو (کرېن) پر لمونځ کوونکو رالوېدلى چې د وروستيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ١٠٧ تنه مړه او ٢٣٤ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتوله مخې، د پېښې پر مهال د حرم شريف په ياده ساحه کې له ٢٥ څخه تر ٣٠ زرو پورې خلک په جومات کې وو.

دمګړۍ د مړو او ټپي شوو حاجيانو هويت نه دی په ډاګه شوی، خو ويل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي په کې شامل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb00b8grhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته