دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 116325
عزيز: د سولې د خبرو تر بیا پيلېدو وروسته به د پاکستان او افغانستان اړيکي نورمالې شي
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي؛ له پاکستان سره د افغانستان اړيکې په دې هېواد کې د ترورېستي حملو د ډېرېدو له امله ترينګلي شوي؛ خو هيله يې وښوده چې د سولې د مذاکراتو تر بېرته پيلېدو وروسته به په دغو پېښو کې کمى راشي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هېوادونو اړيکي بېرته نورمالې شي.

نوموړي که څه هم زياته کړه، موږ غوښتل چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي؛ خو د دې ترڅنګ يې ټينګار وکړ چې د ترورېستي پېښو د مخنيوي او د سولې لپاره خبرې اترې نه؛ بلکې يوه تفاهم او روغې جوړې ته رسېدل مهم دي.

سرتاج عزيز دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچۍ کې تر يوې غونډې وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال کړي.

عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ په دې وروستيو کې خپلمنځي اړيکي تر هغې وروسته ترينګلي شوي چې په مري کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د ملا عمر د مړينې د راپورونو له امله وځنډېدې.

خو د روانې مياشت په څلورمه د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په ريکا کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته سفر وکړ او هلته يې له افغان ولسمشر او نورو چارواکيو سره په ځينو موضوعاتو خبرې وکړې.

نوموړي تر راستنېدو وروسته کابل ته خپل سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې بې اعتمادۍ د ختمولو په لړ کې مهم وباله او ويې ويل چې له افغان لوري سره په ګڼو هراړخيزو مساېلو تفاهم ته سره رسېدلي دي.

د افغانستان او پاکستان اړيکې تر هغې وروسته خړې شوې چې په مري کې د افغان دولت او طالبانو د سولې د مذاکراتو دويم پړاو وځنډېد او همداراز په کابل کې پرله پسې ترورېستي بريدونه وشول چې افغان چارواکيو په کلکو ټکو وغندل او پاکستان يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي؛ خو هيله يې وښوده چې ښايي دا اړيکي د سولې د مذاکراتو تر پيلېدو وروسته بېرته نورمالې شي:

((موږ اوس بيا هڅۀ کوو چې د سولې د مذاکراتو عمل بېرته پيل شي؛ خو لکه څنګه چې اوس په افغانستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړينې وروسته د نوي مشرتابه پر سر لانجې روانې دي او په ټاکلو کې يې ځنډ راغلى دى.

خو زه هيله لرم چې د سولې د مذاکراتو تر پيلېدو وروسته به په ترورېستي پېښو کې کمى راشي او زموږ خپلمنځي اړيکي به هم نورمالې شي.))

د عزيز په خبره، پاکستان له افغانستان سره د ښو اړيکيو غوښتونکى دى او په دې لړ کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار يو ځل بيا پر هندوستان تور ولګاوه چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي؛ په دې هېواد کې د ترورېزم اور ته پوکي ورکوي او په خبره يې؛ په دې اړه يې اسناد برابر کړي چې په نزدې راتلونکي کې به يې د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړي.

د ملي امنيت سلاکار همداراز افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې نزدې ٩٠ - ٩٥ فيصده هدفونه ترلاسه کړي او همداراز ادعا يې وکړه چې په دغو سيمو کې د مېشتو ترهګرو نېټ ورک يې له منځه وړى او هغوى يې ځپلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcdx90fkyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته