دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 116339
د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اتصال او د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو د پراختیا د عالي شورا غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اتصال او د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو د پراختیا د عالي شورا غونډه، نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړی د اتصال او د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو د پراختیا د عالي شورا غړو، د دغې شورا د کاري بهیر د ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

جمهور رئیس غني د مواصلاتو د عالي شورا د غړو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل چې له دغې شورا څخه تمه کېږي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان له اړخه شوې ژمنې عملي کړي او همدا راز هغه پروژې او ژمنې تعقیب کړي چې تر اوسه نه دي عملي شوي.

ده وویل چې دغه شورا به د بېلابېلو حکومتي بنسټونو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي لپاره هم فعالیت وکړي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د هغو پانګونو په اړه چې په تېرو دیارلسو کلونوکې په افغانستان کې شوې دي، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته دې وضاحت ورکړل شي ترڅو په هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته زمینه برابره شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د دغې شورا بله موخه د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره له پروژې څخه په سراسري پروګرامونو د کاري بڼې بدلون دی.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د مواصلاتو په عالي شورا کې باید پالیسي په تخصصي ډول تر بحث لاندې ونیول شي او د هغې د بودجوي بعد په پام کې نیولو سره کابینې ته د تصویب لپاره واستول شي.

د اتصال او د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو د پراختیا عالي شورا د بهرنیو چارو، فواید عامې، اقتصاد، ترانسپورت او هوایي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د مالیې له وزیرانو او د ملکي هوایي چلند، د وسپنې پټلۍ او د سړکونو د ادارو له چارواکو څخه جوړه شوې ده.

د دغې شورا د جوړیدو مهمې موخې، په مستقیم ډول د کار موندنه، د ملي ناخالصو تولیداتو په وده کې ونډه اخیستل، د نویو خدمتونو او صنایعو رامنځته کېدل، د کار د ځواک لېږدونه او د سوداګرۍ عصري کول دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipqaz3t1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته