دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 116433
د عامې روغتیا وزارت او د سعودي عربستان سفارت ترمنځ د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې یو تفاهم لیک لاسیک شو
 دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او په کابل کې د سعودی عربستان سفیر ښاغلي مسفر عبدالرحمن آل غاصب ترمنځ په ارزښت د ۵ میلیونه امریکایي ډالرو د مرستې یو هوکړه لیک لاسلیک شو. ددغه هوکړه لیک پر بڼسټ د سعودي عربستان شاهي دولت پنځه میلیونه امریکاي ډالره د عامې روغتیا سکتور د دریو مهمو پروژو په تطبیق کې لګوي. په دغو پروژو کې په ننګرهار ولایت کې د فاطمة الزهرا په نوم د یوه روغتون د ودانۍ جوړول او د متوسطه طبی انستیتوت روغول، په پکتیا ولایت کې د یوه متوسطه طبی انستیتوت روغول، د سویل ختيځ او ختیځو ولایتونو لپاره د ۱۰۰ تنو روغتیاپالانو روزل او د هیواد د ټولو زونونو لپاره د ۲۵ عرادې امبولانسو پیرل شامل دي.


دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د سعودی عربستان دغه مالي مرسته یې د افغانستان د روغتیا د سکتور د پراختیا او ودې لپاره د خورا ارزښت وړ وباله او هیله یې وښوده چې د ډواړو هیوادونو ترمنځ چې د اسلامي ارزښتونو او مشترکاتو پربنیاد د ورور ولي ژور او تل پاتې اړیکې لري، د همکاریو لړی دوام و مومي.


همدا راز په کابل کې د سعودي عربستان سفیر ښاغلي مسفر عبدالرحمن آل غاصب د افغانستان او سعودي عربستان هیوادونو ترمنځ د دینې او تاریخي د دوستانه تعلقاتو ته په ارشاې وویل چې سعودي عربستان دې ته لیواله دی چې د افغانستان حکومت او د افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې په تیره بیا د روغتیا او پوهنې په برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي ترڅو افغانان د سوکالۍ ژوندانه څخه برخه من شي.


دعامې روغتیا وزارت سره د سعودي عربستان دغه مالي مرسته په داسې حال کې کيږي چې لاهم په کال ۳ میلیونه امریکاي ډالره د افغانانو لخوا په بهرنیو هیوادونو کې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو او درملنې په خاطرمصرفیږي. دعامې روغتیا وزارت نوې رهبرۍ پدې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي او پراختیا له لارې، په بهرته د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د تک اړتیاوي لري کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcds90fsyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته