دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 116847
د ولسي جرګې مشر: د کورنیو چارو وزیر د استیضاح لپاره باید لاسلیکونه راټول شي
عبدالروف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې امنیتي ارګانونه د هېواد د امنیتي وضعې په کنټرول کې پاتې راغلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی آخندزاده ویلي وو چې ډېر ژر به د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استیضاح شي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په دې ورستیو کې د هېواد په ګوډ ګوډ کې نا امنۍ ورځ تربلې زیاتیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc0eqsm2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته