عبدالروف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې امنیتي ارګانونه د هېواد د امنیتي وضعې په کنټرول کې پاتې راغلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی آخندزاده ویلي وو چې ډېر ژر به د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استیضاح شي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په دې ورستیو کې د هېواد په ګوډ ګوډ کې نا امنۍ ورځ تربلې زیاتیږي.