کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

م.م په کندهار کې خپل د یوې کارکوونکې تورپیکې الفت په وژلو خواشینې څرګنده کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1394 ساعت 11:20


بان کي مون پرون [دوشنبه] د دې پيښې په اړه د بیړنیو څیړنو غوښتنه وکړه.
تورپیکۍ الفت له تیرو پنځو کلونو راهیسې په کندهار کې د ملګرو ملتونو په سیمیز دفتر کې کار کاوو.
دا پرون سهار د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ووژل شوه.
د تورپيکې الفت د وژلو مسئولیت چا نه دی اخیستی.
بان کي مون ویلي: ((تورپیکۍ الفت د بشري حقونو کلکه دفاه کوله او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره یې د ارزښت وړ خدمت کړی دی.))


د مطلب کود: 117560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117560/م-په-کندهار-کې-خپل-د-یوې-کارکوونکې-تورپیکې-الفت-وژلو-خواشینې-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com