کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابلوف: روسیه له افغان امنیتي ځواکونو سره د نظامي تجهیزاتو مرستې ته چمتو ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1394 ساعت 15:42


په کابل کې د روسیې د فدارتیف جمهوریت لوی سفیر السکاندر مانتیتسکی د سه شنبې پر ورځ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره، د لېدنې په ترڅ کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې د مرستې په اړه د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ. د روسیې سفیر و ویل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر و ویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغو تروریستانو سره په جګړه بوخت دي، چې غواړي د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې نا امني خپره او د ولسونو ژوند له ګواښونو سره مخ کړي.

د ملي امنیت سلاکار له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روسیې هېواد له لوري د تجهزاتو د مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه د روسیې په شمول د ټولو دوستو هېوادونو د تجهزاتو مرستې ته اړتیا لري.

په دې لېدنه کې د افغانستان پر امنیتي وضیعت او یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.


د مطلب کود: 117580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117580/کابلوف-روسیه-له-افغان-امنیتي-ځواکونو-سره-د-نظامي-تجهیزاتو-مرستې-ته-چمتو-ده

آوا
  https://www.avapress.com