کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش د دوو پیاوړو قوماندانانو نیول کېدل!

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1394 ساعت 12:38


د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یوې دولس کسیزې ډلې قوماندان ذاکرالله چې له داعش ډلې سره یوځای شوی وو؛ دده له دوو همکارانو سره چې د ننګرهار ولایت په اچین او مهمند درې ولسوالیو کې په ورانکارو او ترهګریزو چارو بوخت وو نیولی دی.

له دې سره د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د طالبانو د یوې لس کسیزې ډلې قوماندان چې بلال نومېږي دده له یوه تن همکار سره چې د ډېورنډ فرضي کرښې له هاخوا د ترهګریزو او ورانکارو چارو په موخه ننګرهار ولایت ته راغلی وو بالفعل له ۱۳ میله کلاشینکوفونو،۴۱ میله بېلابېل ډول پاکستانی تفنګچو،اتو لاسي بمونو،درې کړیو پرسونل ضد ماینونو او یو شمېر نورو پوځي توکو سره نیولی دی.


د مطلب کود: 117844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117844/په-ننګرهار-ولایت-کې-د-طالبانو-او-داعش-دوو-پیاوړو-قوماندانانو-نیول-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com