دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 117952
جان کري،نن له اروپايې هېوادونو او منځني ختیځ څخه لیدنه کوي
د بهرنیو چارو وزارت وايې جان کري به په دې سفر کې د فلسطینیانو او اسرایل ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي او د سوريې د جګړې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی کري به د اسراییل له صدراعظم، د فلسطیني اداري له مشر او د اردن له پاچا سره وویني.

تمه ده چې جان کري به د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د اقصې جومات پرسر د پورته شوي شخړې د هواري هڅه وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcam0n6u49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته