دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 117953
پنټاګون: مسکو او واشنګټن یو تړون لاسلیک کړی
د پنټاګون ویاند پیترکوک ویلي چې دغه تړون د سه شنبه په ورځ لاسلیک شو.

کوک زیاتوي دغه تړون د خوندیتوب موافقې رانغاړي، دا واضح کوي چې دواړه لوري د مکالمو لپاره له کومو راډیویې څپو څخه کار واخلي او یوه کاري ډله جوړوي چې د نورو مسایلو په اړه خبرې سره وکړي.

پیترکوک دا هم ویلي چې په دغه توافق کې د همکارۍ او یا د اهدافو په اړه د معلوماتو شریکول نشته.

روسیې د روانې اونۍ په سر کې د سوریې د حکومت په مرسته په هغه هیواد کې هوایې بریدونه پیل کړه. د امریکا متحده ایالات هم د یوه نړیوال ایتلاف مشري کوي چې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلي /داعش په وړاندي هوایې بریدونه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbszb8frhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته