دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 117955
روسیه: په سوریه کې روسي سرتیري نه دي وژل شوي
وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وه چې ګنې درې روسي سرتیري په سوریې کې د جګړو پرمهال وژل شوي دي.

تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزیر په حواله لیکلي چې وایې دغه راپورونه تر ډیره بهرنیو رسنیو ورکړي دي او دا ادعا یې کړې چې په سوریې کې روسي سرتیري وژل شوي.

رویترز خبري اژانس د سه شنبه په ورځ په سوریې کې د یوه لوړ پوړي حکومت پلوي پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی وو چې روسي سرتیري د سوریې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ په جګړه بوخت وه چې په لاذقیه ساحلي ښار کې د دوی پر سنګرونو ډزې وشوې.

دغه حکومت پلوې سرچینې دا هم ویلي چې د ډزو پرمهال د نبي یونس په نوم پوستې کې لږترلږه شل تنه روسان وه.

په سوریې کې د بشري حقونو د څارسازمان مشر رامي عبدالرحمن رویترز اژانس ته ویلي چې د دوی سرچینو هم په دغه سیمه کې د روسان وژنه تاییدوي، خو دقیقه شمېره یې نه ده ورکړې.

هغه ویلي باور لري چې دغه کسان روسي ځواکونه نه بلکه داوطلب کسان وو چې هلته ورغلي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk50fkyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته