دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 117989
د سینې د سرطان د مخنیوي او کنترول د ملاتړغوښتنې کمپاین په لاره واچول شو
 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سینې د سرطان د مخنیوي او کنټرول د ملاتړ غوښتنې کمپاین په مشترکه توګه د روغتیايي شرکاوو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې په لاره واچوله.

دغونډې په پیل کې د هیواد د لومړۍ میرمن رولا غنې ویدویی پیغام خپور شو چې په کې د تي یا سینې سرطان پر وخت دتشخیص تینګار شوی وه او له فغانو میرمنو څخه يې غوښتې وه که چیرې په خپلو سینو کې کوم ډول تغییرات ويني ژر تر ژره روغتیايي مرکز او یا هم ډاکټر ته مراجعه وکړي.

همداراز دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، سره له دې چې په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د روغتیاي په برخه کې یو لړ کارونه شوي دي خو لا هم افغانې میرمنې له ډول ډول نارغیو، معلولیتونو او مړینو څخه زوریږي، کله چې یوه مور له منځه ځي، دهغې ماشومان خپل ستر ملاتړ کوونکي له لاسه ورکوي او په پایله کې یې ټولنه زیان ويني.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: د سینې د سرطان د مخنیوي او کمښت لپاره، دعامې روغتیا وزارت لخوا یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نيول شوې چې پکې د عامه پوهاوي لوړل، د سینې د تشخیص او درملنې په باب د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کوونکو د پوهې د کچې لوړول، د تشخیصیه مرکزونو لپاره د روغتیايی شرکاوو د مرستو جلبول او پرمختللی او لویو روغتیايي مرکزونو ته د رجعیت ورکونې سیستم رامنځته کول شاملیږي.

د ولسي جرګې غړې میرمن شینکی کروخیل ددې غونډې بله وینا واله وه چې په خپله څوکاله وړاندې پدې ناروغۍ اخته شوې وه، ددې ناروغۍ د درملنې خپله دردونکي قصه یې ویناوالو ته واورلوه او د عامه پوهاوي د کچې لوړلو په باب یې د دا ډوله پروګروامونو په لاره اچول یې خورا مهم او اغیزمن وباله.

د روغتیا دنړیوال سازمان استازي ډاګټر "ریچارت پیپر کورن" هم دموضوع په اړوند خبرې وکړې او د عامې روغتیا وزارت سره یې ددغه سازمان ملاتړې يې ددې وژونکي ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په باب څرګند کړ.

د سینې سرطان په ښځو کې د سرطانونو تر ټولو شایع سرطان دی. له هرو اتو میرمنو څخه یوه میرمن د ژوند په بهیر کې د سینې په سرطان اخته کیږي د نړیوالو ارقامو له مخې له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه ۱،۷ میلیونه میرمنې د نړۍ په کچه د سینې په سرطان اخته شوي دي.

په افغانستان کې د سینې دسرطان د پیښو په اړوند کره معلومات نشته خو د مړینې د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۱۰ کال کې ترسره شوه ښيي چې په ښځو کې سرطان ۸،۴ سلنه مړینه جوړوي. د سینې د سرطان څخه د رامنځته شویو مړینو ۲۱ سلنه یې په ارثي عواملو، د فزیکي فعالیتونو د نه شتون، چاغي او د الکولو څکلو پورې ټړلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa0n6o49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته