کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان غواړي د جوزجان له خماب ولسوالۍ څخه ترکمنستان ته نفوذ وکړي

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 3 عقرب 1394 ساعت 12:18


د جوزجان ولایت د خماب ولسوال وايي؛ وسله وال طالبان هڅه کوي چې د دې ولسوالۍ په نا امنه کولو په پټه د ترکمنستان خاورې ته نفوذ وکړي.

انجنیر احمد په ټیلفوني خبرو کې ازادي راډیو ته وویل؛ د حکومت وسله وال مخالفان هڅه کوي چې په خماب ولسوالۍ کې په دایمي توګه پاتې شي.

((خماب یوه سرحدي ولسوالي ده چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري. په دې اساس دښمن هڅه کوي چې دا ولسوالي نامنه کړي؛ څو وکولی شي، ترکمنستان خواته نفو‌ذ وکړي او هلته په پټه توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. له همدې کبله خماب ولسوالي د حکومت د مخالفو وسله والو له مهمو اهدافو څخه ده.))

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د مطبوعاتي دفتر مسوول سلطان فیضي ازادي راډیو ته وویل؛ د جمعې د ورځې په عملیاتو کې تر اتیا زیات وسله وال د امو په سیند کې هغه ټاپو ته تښتېدلي دي چې افغانستان او ترکمنستان له یو بله بېلوي.

فیضي زیاته کړه چې د طالبانو له خوا دې ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال هم له خپلې کورنۍ سره د دې ټاپو ځنګلي سیمو ته تښتیدلی دی.

نوموړی وویل، جنرال دستم چې په فاریاب او جوزجان کې یې د دې عملیاتو مشري په غاړه ده؛ په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر سره یې تماس نیولی او هغه یې له دې موضوع خبر کړی دی.

د ښاغلي فیضي په وینا، ترکمنستان خپلې خاورې ته د وسله والو د هر ډول اوښتو پر وړاندې چمتوالی ښودلی او لازم تدابیر یې نیولې دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مسوول وویل؛ دا مهال وسله وال طالبان دوه انتخابه لري:

((که پرېکړه وکړي چې تسلیم شي؛ دا یو انتخاب دی. بل انتخاب یې د له منځه تللو ځکه دی چې له یوې خوا ژمی راروان دی او له بلې خوا لوژیستیکي سرچینو او خواراکي موادو ته لاس رسی نه لري. دوی په حقیقت کې له یوې طبیعي محاصرې سره مخ دي.))

د رویټرز خبري اژانس د یو طالب ویاند له خولې وايي چې وسله وال یې له پولې اغاړه نه دي اوښتي. نوموړي زیاته کړې وسله وال یې په سرحدي ټاپو کې چې د افغانستان د خاورې برخه ده ځای پر ځای شوي څو له هغه ځایه د حکومتي ځواکونو خلاف وجنګیږي.

په عین حال کې د افغانستان په شمال کې د نا امنیو په زیاتېدو د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پولو د ساتنې لپاره د یو ګډ ځواک پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی.

نوموړې د اکټوبر په شپاړسمه په قزاقستان کې د هم ګټو خپلواکو هېوادونو په یوه خبرې غونډه کې د افغانستان وضیعت کړکیچن وباله او ویې ویل؛ د زیاتېدونکو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د مرکزي اسیا د جمهوریتونو ترمنځ نظامي همکاریو ته اړتیا ده.


د مطلب کود: 118114

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/118114/طالبان-غواړي-د-جوزجان-له-خماب-ولسوالۍ-څخه-ترکمنستان-ته-نفوذ-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com