دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 118117
وزیري: د افغان او پاکستاني طالبانو یوځای کېدل به پر جګړې اغیز ونه کړي
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په بېلابېلو نومونو او ډلو فعالیت کوي؛ خو ملاتړ یې له یوه ځایه کیږي.

((په بېلابېلو نومونو پخوا نه زموږ مخالفین ملاتړ لري؛ که دوی اعلان هم ونه کړي معنی دا دی چې زموږ مخالفین د لسو ورځو د جګړې توان هم نه لري. نو دا نوې خبره نه ده، موږ د دوی په اړه تشویش نه لرو؛ یوازې تشویش په دې اړه دی چې دا جګړه د چا په ګټه نه ده؛ موږ د سولې طرفدار یو.))

دا خبرې وروسته له هغې کیږي چې په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو سره د ایتلاف جوړولو ادعا وکړه.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي چې له افغان طالبانو سره یوځای شوي او هدف یې دا دی چې د خپلو وژل شوو ملګرو غچ واخلي.

خو له دې وړاندې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو او په بېلابېلو ډلو د دوی د ویشلو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

له بلې خوا د پاکستاني او افغان طالبانو له خوا د ایتلاف د جوړولو په اړه د پوځي چارو شننونکي اندېښنه څرګندوي.

افغان کار پوه جاوید کوهستاني ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت باید د دې موضوع پر وړاندې جدي اقدام وکړي او د دې ائتلاف مخنیوی وکړي.

((داسې رسمې اعلان کول به نوې اغیزې ولري، که دغه مساله عملي شي، ممکن افغانستان ته نوي ګواښونه رامنځ ته کړي؛ افغان حکومت ته په کار ده چې پاکستان حکومت باندې فشار راوړي ترڅو د دې مسالې مخنیوی وشي.))

نوموړي همدارنګه د دوی د ایتلاف د جوړېدو یو هدف داعش سره یوځای کېدل یادوي.

خو د دواړو ډلو تر منځ د اتحاد په اړه افغان طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني او افغان طالبانو ترمنځ ایتلاف د لومړي ځل لپاره جوړیږي او افغان څېړونکي وايي؛ که چېرې د دغه کار مخه ونه نیول شي؛ ممکن هېواد له نویو امنیتي ستونزو سره مخامخ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcezv8zfjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته