میرمن سمر پرون [دوشنبه] ازادي راډیو ته وویل چې د دوی کارکونکي د بې طرفۍ د کړنلارې پر اساس او د افغانانو د بنیادي، انساني حقونو د اعادې لپاره کار کوي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې د جګړې پر ښکیلو خواوو ږغ وکړ چې په جنګ کې د انسانانو د حقوقو د خوندیتوب نړېوالو اصولو ته د درناوي پراساس، پرفعالانو او ملکي وګړو له حملو لاس واخلي.
میرمن سمر وویل چې په جلال اباد کې پرون د ماین په چاودنه کې د دې ادارې دوه کارکونکي ووژل او شپږ تنه زخمیان شول.
د دې په وینا، درې تنه شدید زخمیان د درملنې لپاره کابل ته ولیږدول شول او درې نور چې سر– سري خوږ شوي وو، تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.سیما سمر زیاته کړه:
((پردې پيښه شدیدترین تاثر څرګندوم. زما خواشیني او همدردي یوازې زما د خپلو همکارانو لپاره نه بلکه د هغو ټولو افغانانو لپاره ده چې په جګړه کې وژل کیږي او یا د طبیعې مصیبتونو قرباني کیږي.
زه دا [په جلال اباد کې پرونۍ] وحشیانه عمل په شدت تقبیح کوم.))
میرمن سمر زیاته کړه چې د دوي کارکوونکي د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره په بشپړې بې طرفۍ کارکوي او په جګړه کې ښکیل لوري باید دې ټکي پام وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی نیکولاس هیسوم ویلي، هغه افغانان چې پر حقونو یې تیری کیږي او د تشدد قرباني دي، پردې خپلواک کمیسون اتکا کوي.
د نیکولاس هیسوم په وینا، داسې حملې فضا له ویرې ډکوي او په ټول افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ډیرې مهمې هڅې له خطر سره مخامخ کوي.
په کابل کې د ملګروملتونود سیاسي دفتر [یوناما] مشر پرون پرافغان حکومت ږغ کړی چې په جلال اباد کې د پرونۍ چاودنې په اړه بیړنۍ، بې طرفه او هراړخیزې څیړنې وکړي او عاملین یې عدالت ته ودروي.
د یوناما په خبرپاڼه کې ټینګارشوی چې د افغانستان حکومت باید په دې هېواد کې د بشري حقونود فعالانو، د ښځو د حقونو د مدافع ډلو، د مدني ټولنې د غړو او هغو سازمانونو امنیت ټينګ کړي چې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.
یوناما ویلي چې پرملکي وګړو داسې قصدي حملې او په هغو سمیو کې چې ملکي خلک اوسي، له چاودیدونکو موادو کار اخیستل د بشري حقونو پر نړېوال قانون تیری او جنګي جنایت دی.
د عفوې نړېوال سازمان هم د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د جلال اباد د پيښو د عاملینو د څرګندولو او محاکمې لپاره خپلواکې، بیړنۍ او هر اړخیزې څيړنې وکړي.
د دې سازمان خبرپاڼه وايي چې دا پرهغه خپلواک ږغ حمله ده چې د افغانو د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره پورته شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)