دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 118510
جان کري او اسلام کریموف د افغانستان او منځنۍ اسیا پر امنیت خبرې وکړې
د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون د ازبکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د افغانستان او منځنۍ آسیا پر امنیت خبرې وکړې.

جان کري له ولسمشر اسلام کریموف سره په لرغوني ښار سمرقند کې د کتنې پرمهال وویل چې دی د افغانستان د امنیت په برخه کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په اندېښنو کې ځان شریک بولي او په هغو ستونزو خبر دی چې د افراطي ډلو؛ په تېره د اسلامي دولت ډلې او القاعده شبکې پرضد د مبارزې په وړاندې شته:

"پوهېږو چې د افغانستان په اړه ستاسو اندېښنې هغه دي چې موږ هم ځان په کې شریک بولو. دا د افغانستان د ثبات، په دې بهیر کې د ټولو متحدانو د پاتې کېدو؛ د ثبات د ټینګښت لپاره په مبارزه کې د هغو د مرستې او د مذهبي افراطیت د ستونزې په اړه اندېښنې دي."

کري منځنۍ آسیا ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې د دې سیمې د پنځو هېوادونو- ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د غونډې په حاشیه کې له کریموف سره وکتل.

د دې غونډې هدف د افراطي اسلامپالو پرضد د واشنګټن له خوا د مبارزې د دوام ډاډ بلل شوی. له دې غونډې وروسته په یوه ګډ بیان کې د خپلواک هېواد په توګه د افغانستان له ودې او د ګډ سرحد په اوږدو کې د تروریزم پرضد د کابل له مبارزې څخه ملاتړ اعلان شوی.

بیان زیاتوي چې د یوه خپلواک او سوله ییز هېواد په توګه د افغانستان پرمختګ د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم دی او زیاتوي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به له بهره د تروریستانو د ګواښ د مخنیوي لپاره په خپلو کې همکاري زیاتوي.

د سیاسي چارو کارپوه او ژورنالیست حاجي سید داوود منځنۍ آسیا ته د کري سفر په سوریه او عراق کې د امریکا د پالیسیو د پاتې راتلو د توجیه لپاره یوه هڅه بولي.

ښاغلي سید داوود ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر اوباما اداره همداراز غواړي په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پر دوام ټینګار وکړي:

"کله چې د امریکا په کانګرس کې پر اوباما نیوکې وشوې چې د ده ضعیفه پالیسي په سوریه او عراق کې ایران او روسیې ته د مداخلې زمینه برابره کړه؛ نو زه فکر کوم چې دا سفر له یوې خوا د امریکا عامه ذهنیت ته ځواب ورکول دي او له بلې خوا غواړي سیمې ته وښيي چې که څه هم امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي؛ خو بیاهم غواړي په سیمه کې خپل حضور وساتي."

ازبکستان که څه هم د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د راپورونو پر بنسټ د بشري حقونو ښه سابقه نه لري؛ خو په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ایتلاف له عملیاتو سره په لوژستیکي برخه کې د یوه ډاډمن ستراتیژیک متحد په توګه مرسته کړې ده.

امریکا پر منځنۍ آسیا په داسې حال کې تمرکز کوي چې روسیې په منځنۍ آسیا کې د افغانستان له خاورې د اسلامي دولت ډلې د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی.

روسیې ویلي دي چې د داعش وسله وال د افغانستان له خاورې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د نفوذ هڅه کوي. مسکو همداراز داسې نښې نښانې هم ښودلي چې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د خپل پوځي حضور د پیاوړي کولو په وسیله به د دې ګواښ مخه ونیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb8grhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته