دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 118617
د امام خمیني(ره) اوامام خامنه اي پوهې په تفکر او ژورتیا، کولای شو د اسلامي نړۍ له حقیقت او استکبار سره د مبارزې زده کړه وکړو!

د حضرت امام محمد باقر(ع) د شهادت دکليزې په مناسبت، په کابل کې د تبیان د ټولنیزو فرهنګي فعالیتونو د دفتر له خوا ډېرځلېه ونکي او شکوهمن مراسم ونیول شول.

د (افغان غږ خبری آژانس) افغان غږ دخبري ادارې د رپورټ له مخې، پدې ځلېدونکو او شکوهمند ومراسموکې چې علماوو، پوهانو خبرنګارانو اوټولنيزو فرهنګي فعالانو پکې ګډون ګړی ؤ، خبروکوونکو حاضرینو ته دولایت او امامت د پنځم ځلېدونکي ستوري لارښودنې اوفرمانیشونه واورول.

په دې مراسموکې، د تبیان د ټولنیزو فرهنګې فعالیتونو د مرکزعمومي رئیس، ځواکمن، پوه، علمي او فرهنګي شخصیت حضرت حّجة الاسلام والمسلیمن سید عیسی حسیني مزاري، د ولایت او امامت د دغه ځلېدونکي ستوري ددیني زده کړو په اړه د خبروکولو په ترڅ کې، د افغانستان د ورځنۍ فرهنګي او ټولنيزې سیاسي اوضاع اوددې هېواد دعلماوو او اسلامي نړۍ اوسیمې په اړه بحث اوخبرې وګړې!

ښاغلي مزاري د امام باقر(ع) ژوند په درې مهمو برخوووېښه او زیاته يې کړه: امام باقر(ع) نژدې درې کاله، له امام حسین(ع) سره او نژدې (۳۴) کاله يې له خپل پلارامام سجاد(ع) سره او (۱۴) کاله يې مسلمانانو د امام او رهبر په عنوان تېرکړل. هغه د امام باقر(ع) د ژوند هره برخه دده او مسلمانانو له پاره برخلیک ټاګونکې وبلله اوزیاته يې کړه:

مسلمانان باید دهغه له ژوند، خوی، سیرت اوخصلت څخه د مثال او نمونې په توګه ګټه واخلي.

د تبیان د ټول لنیزو فرهنګي فعالیتونو د مرکزعمومي رئیس وښودله چې حضرت امام باقر(ع) دخپل امامت په موده کې د اموي کورنۍ له کرکجنې څېرې نقاب لېرې کړچې پدې ډول يې اموي کمپنۍ له سقوط او ټلیټوالي سره مخامخ کړه! هغه دعقیدتي اودیني باورونو کلیکوالی، د ناسمو باورونو نیوکه، د اسلامي او فقهي فرهنګ غوړول، له خرافاتو او غېر اسلامی باورونو سره د مبارزې، دتکړه شاګردانو روزل، د مسلمانانو دټولنې لارښودنه او دشیعه فکرونو خپرول، د اسلامي امت د نجات له پاره د د آنحضرت خپورا مهمولار ښودنو په عنوان ياد کړل او زیاته يې کړه: ددیني شاګردانو روزل، د امام باقر(ع) له خورا عمده کارونو څخه ووچې د اسلامي امت او د اهل بیت د تفکر دبقالا مل شو.

د حضرت آیت الله العظمی مکارم شېرازي ټولواک نماینده یا دونه دعلماوو او ديني او مذهبي شخصيتونو روزنه، د اسلامي ټولنې دهرمهال له خورا اړتیا ووڅخه دي او له هغه ځایه چې مونږ د اهلبیت له پېروانو څخه یو، باید ددین د مخکښانو ژوند خپل سرمشق وټاکو.

هغه څرګنده کړه: د اسلامي علماوو دفعالیت پراختیا او دمسؤلیت پېژندنه ددې لامل شوې څو نړیوال استکبار په انفعالي فعالیتونو لاس پورې کړي او په اسلامي ټولنوکې ددین دښمنو فرهنګونو په پراختیا او فعالیت پسې ګام واخلي!

ښاغلي مزاري د اسلامي علماوو په منځ کې دګم او تحجر له دیني افتونو څخه وګڼه او زیاته يې کړه: اسلامي علماء باید ددیني او اسلامي مسؤلیت په پېژند لو سره، د اسلامي ټولنې په مدیریت پسې ووځي چې هماهغه سیاست په ننۍ معنا دي.

هغه د اسلام له علماووڅخه وغوښتل څو دوخت او اسلامي مسؤلیت په پېژندنې او فقیه ولایت دلارې په وهلو سره اسلامي ټونه له فکري او نظري اند پښنو څخه خبره کړي او دشمعې په څېرو سوځي څوټولنه جوړه کړي.
ښاغلي مزاري د امامت خمیني (ره) او امام خامنه اي شخصیتونو ته په اشارې سره وویل: هغوئ د اسلامي نړۍ لارښودونکي او د اهلبیت دلارې اوتفکر ادامه ورکوونکي دي او ووچې د هغوئ په ژوند او فکرونوکې په تفکر او غورسره کولای شو د اسلامي نړۍ حقیقت او له استکبار سره دمبارزې طریقه او لارښودنه زده کړو!

د تبیان دټولنيز فرهنګي مرکز رئیس، په پای کې ټینګارو کړو څوچې موږ پخپله له اوسني بحران څخه دافغانستان د خلاصون اقدام ونه کړو، هيڅ هیواد به دافغانستان ستونځې حل نه کړي، ځکه چې بهرني هېوادونه یا دافغانستان دبحران دحل اراده نه لري او یا داچې دهغه توانايې نه لري!

امام محمد باقر(ع) دشیعیانو پنځم امام، د۵۷ هجري کال د رجب دمیاشتې په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ، په مدینه منوره کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او دپېغمبر( صلی الله علیه وآله وسلم) دکورنۍ په منځ کې لمړنی کس ووچې هم يې پلار اوهم يې مور فاطمي او علوي وو.

امام باقر(ع) دستایل شوو خو یونولرونکی او دحضرت رسول الله(ع) او دخپل پلار او نیکه امیرالمؤمنین علي(ع) دخېراتونو متولي ؤ او دغه خېراتونه اوصدقې يې دبني هاشم او مسکینانو اوړو خلکو په منځ کې وېشل او دهغو اداره يې له مالي کبله په غاړه درلوده!

امام باقر(ع) دنفساني کمال او د زړه د روښنايې اوخپل درک د قوت له کبله، خداوند دهغه په ژبه اعجاب انګېز حکمتونه جاري کړل او هغه حضرت څخه، دهغه په ژبه ، دشخصي او ټولنیزو اخلاقو په باره کې څه داسې عبارات راویت روایت شوي چې که مرتب ښي، له هغوڅخه به په اخلاقي برخوکې بېش قیمته عبارات جوړشي!

له تردید پرته، لکه څنګه چې د اهل سنت ډېرو علما ووهم ویلي چې امام باقرعلیه السلام په خپل ژوند کې ډېر شهرت درلود اوتل به يې محضر او مجلس د ډېرو اسلامي ښارونو او سیموله راغلو دوستانو څخه ډک وو.

د امام باقرعلیه السلام علمي موقیعت د یوعالم او فقیه په توګه، په تېره بیا د اهلبیت دعلومو د نماینده په عنوان، ډېروګړي هڅول د هغه له محضر اومجلس څخه ګټه پورته کړي او دخپلو علمي اوفقهي ستونځو حل له هغه څخه وغواړي!

امام باقرعلیه السلام دنیي امیه له پنځه خلفاوو سره معاصرو چې هغوئ عبارت ؤله: ولیدبن عبدالملک (په ۹۶) قمري کال، سلیمان بن عبدالملک (په ۹۹) قمري کال، عمربن عبدالعزیز(په ۱۰۱) قمري کال، یزيد بن عبدالملک (په۱۰۷) قمري کال، اوهشام بن عبدالمک (په ۱۲۵ قمري کال) څخه چې دوئ ټول له عمربن عبدالعزیز پرته، په ظلم، استبداد اوخو دکامګي کې، له خپلو نیکونو څخه کم نه وو اوتل به يې امام باقرعلیه السلام ټه ستونځي جوړولې، خو په عین حال کې هغه د ښوونې او روزنې له لارې داسې یوعلمي خوځښت جوړکړ او دیواسلامي مرکز د جوړښت مقدمات يې دخپل امامت په دوران کې برابره کړل چې دخپل بزرګوار ځوني، امام جعفرصادق علیه السلام په زمانه کې پوره پایلي ته ورسېد.
زموږ دلارښوونکوــ په تېره بیا د امام سجاد او امام باقرعلیهم السلام د کارطریقه چې د فشار او خپګان په وضعیت کې يې ژوند کاوه، داسې وه چې په پټه او ترځمکې لاندې به يې کارکاوه، داسې طریقه به يې کاروله چې ددوئ له کارو څخه څوک خبرنه شي، همدغه پټ کارونه به چې کله ښکاره شول، خلیفه ګان به يې ډېرقهرجن کېدل، په پايله کې به دهغو تبعید او زنداني کېدلوسایل برابرېدل.

بالاخره، امام باقرعلیه السلام چې به تل دوخت دخلیفه، «هشام بن عبدالملک» د قهر اوغصې وړکېډه، داځل دیو مزدور اونوکر په وسیله مسموم شو اود ۱۱۴ هجري قهري کابل د ذی الحجې دمیاشتې په (۵۷مه) نېټه د۵۷ کالو په شهادت ورسېد. هغه چې دبې کچې اوبې سیاله پوهې له سیندڅخه ډک ؤدخپل پلار او بزرګوارنیکه « امام حسن مجتبی» او د امام سجاد علیهم السلام ترڅنګ په بقيح حضیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvoevauqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته