دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 118766
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن هند ته ځي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن هند ته ځي. د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډيو ته د ښاغلي اتمر د هند د سفر په اړه وویل:

"په افغانستان کې د ترورزم د ځپلو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او د افغانستان له دغو ځواکونو سره به د هند د همکارۍ په اړه په دې سفر کې خبرې وشي."

مخکې داسې نه تایید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې هند به د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته څلورmiپنځه ویشت جنګي هلکوپټر وسپاري؛ خو د ملي امنیت د شورا ویاند وایي چې په پوځي برخه کې به د هند د مرستو او موافقې په اړه معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcepv8zpjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته