دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 118817
د ایران ولسمشر د بنسټپالو پر پلوي رسنیو انتقاد وکړ
ولسمشرحسن روحاني پرون د رسنیو په نندارتون کې د وینا پرمهال وویل؛ په داسې حال کې چې د ایران ځینې رسنۍ د حکومت له خوا په پرله پسې ډول په نښه کېږي؛ ځینې نورې یې له امنیتي ادارو سره نژدې اړیکې لري.

روحاني زیاته کړه، د ځینو تندو سرلیکونو په لوستو سره له مخکې اټکل کېدای شي چې سبا به څوک نیول کېږي.

په نیویارک کې د ژورنالیستانو د ملاتړ د ادارې د راپور له مخې په ایران کې په تېرو څو ورځو کې لږترلږه پنځه خبریالان نیول شوي او ځینې نور د سپاه پاسداران ځواک له خوا احضار شوي او ګواښل شوي دي.

څارونکي په دې باور دي چې د نیولو دا لړۍ به د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د بنسټپالو کړیو له خوا یو غبرګون وي.

همداراز ګومان کېږي چې بنسټپال د راتلونکي کال د انتخاباتو په درشل کې د سیاسي چاپېریال د محدودولو هڅه کوي.

روحاني او وزیرانو یې له لویدیځو هېوادو سره د ایران د ښو اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو بنسټپالو او تندلارو په ډاګه کړې ده چې دوی نه غواړي د ایران د اټومي موافقې نتیجه له امریکا سره د نژدې اړیکو ټینګول وي.

ولسمشر حسن روحاني له پرونیو څرګندونو مخکې د سپاه پاسداران ځواک له خوا په دې وروستیو کې د خلکو د نیولو پر لړۍ هم سخت انتقادونه کړي وو.

نوموړي د چارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې باید خلک په ناحقه ونه نیول شي؛ هغو ته جرمي دوسیې جوړې نه شي او باید تور پرې پورې نه شي چې ګنې دوی د پردیو له خوا استول شوي جاسوسان دي.

د ایران ولسمشر په خپله پرونۍ وینا کې د رسنیو لپاره د حکومت په مقرراتو کې د شفافیت غوښتنه وکړه؛ ویې ویل، یو امنیتي مامور د رسنیو قاضي نه شي کېدای. ښاغلي روحاني زیاته کړه چې د رسنیو لپاره شفافو اصولو او مقرراتو ته اړتیا ده.

روحاني پر دې خبره خواشیني وښوده چې هېڅ یوې ایرانۍ خپرونې د نیویارک ټایمز یا لنډن ټایمز په څېر ډېره موده دوام نه دی کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb8zrhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته