دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 118865
پنټاګون د ګوانټانامو زندان د تړلو په اړه له خپل پلانه پرده کوي
که څه هم چې د امریکا په کانګرس کې د ګوانټانامو زندان د تړلو پر وړاندې سخت مقاومت کیږي؛ خو د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي؛ په روانه اونۍ کې به د دې زندان د بندلو له پلانه پرده پورته کړي.

یوه امریکايي مقام چې نوم يې دی یاد شوی؛ رویټرز خبري اژانس ته ویلي د ګوانټانامو زندان د تړلو پلان څلور برخې لري چې یوه يې د زندانیانو د ساتلو لپاره د بدیل ځای په اړه وضاحت ورکول دي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما واک تر رسېدو دمخه د انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې ګوانټانامو زندان به وتړي.

باراک اوباما د ګوانټانامو زندان چې د پخواني جمهور رییس جورج بوش له خوا ورته په میراث کې پاتې شوی؛ د ناوړه چلند او له تور پرته د خلکو د ساتنې یو نمونه ګڼله.

خو د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې تېره اونۍ په غوڅ اکثریت سره د ولسمشر اوباما د واک د دورې تر پایه د ګوانټانامو زندان د نه تړل کېدو لایحه تصویب کړه.

ټاکل شوې چې دا لایحه نن د سنا مجلس د تصویب لپاره وړاندې شوې.

د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو د کمیتې مشر جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک کین د ګوانټانامو زندان د تړل کېدو له پیشنهاد ملاتړ کړی؛ خو د دفاع پر وزارت يې انتقاد کړی چې د دې زندان د تړلو لپاره د پلان په وړاندې کولو کې ځنډ کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي د ګوانټانامو زندان د تړولو اړوند پلان به ډېر ژر کانګرېس ته وړاندې کړي.

په ګوانټانامو زندان کې دا مهال ۱۱۲ زندانیان دي چې د راپورونو له مخې ۵۳ يې له دې ځایه د انتقال پر شرایطو برابر دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepv8znjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته